راپور: جواد داوري
ټاکل سوې په دې غونډه کي د هیواد یوشمیر ولایتونو د پرلت غړي هم ګډون وکړي.
په دې غونډه کي د لښکرګاه او ولسوالیو څخه زرګونو اوسیدونکي او علماو را بلل سو ي دي تر څو د سولي او امن ږغ پورته کړي.
په هلمند کي د سولي غوښتني ولسي حرکت له پیلیدو اوس یوه میاشت تیریږي.
وروسته له هغه چي په لښکرګاه ښار کي د نوي کال په مناسبت د غیږ نیوني پر سیالۍ د موټر بم په چاودنه کي ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتل د هلمند ځوانانو د سولي غوښتني ږغ اوچت کړ.
ددې حرکت غړي وايي، تردې وړاندي يې څو ځلي غونډي او کنفراسونه جوړ کړي دي او ددې ترڅنک ۴۸ ساعته اعتصاب یې هم کړی دی.
اوس غواړي د هلمند ولسونو یوه مشترګه ستره غونډه جوړه کړي او خپل ږغ تر نړیوالي ټولني او هغه هیوادونو پوري ورسوي چي په افغانستان کې د جګړې تمویل کوي.
د دې غونډي سمبالوونکي وايي، تراوسه د وسله والو طالبانو او حکومت له ادرسه هیڅ مثبت پیغام نه دی ورته رسیدلي له همدي امله يې د ولسونو د ږغ اوچتولو لپاره ددې غونډي تابیا ونیول.
تردې وړاندي د هلمند په ګرشک او ناوې ولسوالیو کي د سولي غوښتني ولسي حرکت سوی او سولیز لاریونونه هم ترسره سوي دي.
وسله والو طالبانو په محلي کچه د سولي د خبرو څخه انکار کړی دی خو په ملي کچه يې تراوسه دریځ نه دی روښانه کړی.
د افغانستان حکومت هم په یو اعلامیه کی ویلي وه که چیري وسله وال طالبان د جګړي اوربند کوي حکومت هم اوربند ته چمتو دی خو تراوسه دواړو لوریو کوم اقدام نه دی کړی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون