امریکايي ځواکونو په تېره میاشت کي پر افغانستان تر عراق او سوریې ډېر بمونه غورځولي دي

د رسنیو د راپورونو له مخي د امریکا د پوځ په میاشتني راپور کي راغلي شمېرې ښيي، چي پر افغان خاوره تر عراق او سوریې ډېر بمونه غورځول سوي دي.

رسنۍ وايي، له دې ښکاري چي امریکا تر عراق او سوریې ډېر په افغانستان کي پر جګړه تمرکز کړی دی.

راپورنه وايي، چي په تېره مارچ میاشت کي امریکايي ځواکونو په افغانستان کي ۳۹۹ بمونه غورځولي او په همدي میاشت کي یې په عراق او سوریه دواړو کې بیا ۲۹۴ بمونه غورځولي دي.

دغه هوايي بریدونو کي (B-52) خطرناکو جنګي الوتکو هم برخه اخیستې ده.

دغه ډول راپورونه داسي مهال خپرېږي چي د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کي تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...