د ټاکنو خپلواک کمېسيون په پام کي لري چي نن شنبه د راتلونکو ټاکنو مهالوېش اعلان کړي

د دغو ټاکنو د مهالوېش د اعلان پر چمتووالي د انتخاباتو خپلواک کمېسيون کمېشنر سيد حفيظ الله هاشمي رسینو ته ویلي،

“د کمیسيون هوډ دا دى چي دغه مهالوېش نن شنبه، که ونه سول يکشنبه اعلان کړي، د انتخاباتو د بهير جزئيات، د کانديدانو او رايه ورکوونکو وظايف په کښې واضح سوي دي، ټولو افغانانو ته به يو مفصل مهالوېش وړاندې سي.”

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ويلي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخابات به د تلې يا ميزان پر ٢٨مه وسي.

د دغو انتخاباتو لپاره د رايه ورکوونکو د نوم ليکنې پروسه د وري يا حمل پر ٢٥مه د افغانستان په ښارونو کې پيل سوه، چي يوه مياشت به دوام کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...