راپور: محمد یار مجروح
راتلونکو د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني ټاکنو ته د ښځو د ګډون لپاره تازه هڅي.
دا په کندهار ولایت کي د ښځو چارو ریاست له لوري راټولي سوي ښځي دي تر څو عامه پوهاوی تر لاسه کړي او خپله رایه په سم ډول وکاروي.
د کندهار د ښځو چارو رئیسه روقیه اڅکزۍ وايي، په ټاکنو کي د ښځو د پراخ ګډون لپاره يې د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي او دا پروګرامونه به تر ولسوالیو پوري ورسوي.
د دې په خبره ښځو ته عامه پوهاوی ورکوي تر څو تذکرې تر لاسه کړي او خپله رایه وکاروي.
پر همدې مهال یو شمیر ښځي هم وايي، چي ښځي د ټولني نیمه برخه نفوس تشکلیوي او باید په راتلونکو ټاکنو کي ښځي پراخ ګډون وکړي.
دوی وايي، که ښځي رایه ونه کاوري، سرشمیرنه کمیږي او مرکزي دولت به کندهار ته د کم نفوس پر اساس بودیجه ورکړي.
د ښځو چارو مسٔوولین وايي، له لویه سره په کورونو کي د ښځینه وو د تذکرو نشتون او په کاپي اندازه د نوم لیکني مرکزونو نشتون هغه ستونزي دي چي ښځي رایه ورکولو ته زړه نه ښه کوي.