په کندهار کي د پولیو واکسین کمپاین پيل سو

راپور: محمد یار مجروح

د روغتیا مسٔوولین وايي، په کندهار کي ۱۳ زره ماشومان لا هم د پولیو له واکسین څخه بې برخي پاته دي.

کندهار، هغه ولایت چي د نړې د پولیو د زیاتو پيښو مرکز بلل کیږي، په دغه ولایت کي د پوره هڅو سره سره بیا هم په روان کمپياین کي به ۱۳ زره کوچنیان له واکسین څخه بې برخي پاته سي.

د کندهار د کتلوی معافیت مسؤل ډاکټر عبدالشکور نصرت وايي، د امنیت تر څنګ د کورنیو له لوري کوچنیانو ته د واکسین نه ورکړه او له همسایه ولایتونو او پاکستان څخه د راتلونکو کورنیو راتګ هغه ستونزي دي چي په کندهار کی يې د پولیو مثبتی پيښي زیاتي کړي دي.

د ده په خبره یوازنۍ خاکریز ولسوالي ده چي د روان کمپاین پر مهال به يې ۱۳ زر ه کوچنیان له واکسین څخه بې برخي پاته سي او د روان کمپاین پر مهال به پنځه لکه او ۶۴ زره کوچنیان واکسین کړي.

پر همدې مهال کندهار ولایتي اداره د روغتیا ریاست وروستۍ هڅي ستايې چي په ډیریو نا امنو سیمو کي یې د پولیو د تطبیق زمینه برابره کړې ده.

د کندهار والي زلمی ویسا وايي، د علماوو او قومي مشرانو په واسطه توانیدلي چي د مخالفینو سره اړیکي ټینګي کړي تر څو په نا امنه سیمو کي هم واکسین تطبیق سي.

دی وايي، په روان کمپیاین کي يې هغه سیمي په نښه کړي چي د پولیو پيښو خطر پکښي زیات لیدل کیږي.

د پولیو کمپاین په کندهار کي پر داسي مهال پيلیږي چي یاد ولایت د پولیو وایروس به سره خط کي راځي او په روان کال کي د ټول افغانستان په کچه له اوو پيښو څخه ۴ يې په کندهار ولایت کي ثبت سوي دي.

د یونسیف اداره وايي، د پولیو د لمنځه وړلو په وروستي پړاو کي قرار لري او ښايي له راتلونکو دریو څخه تر پنځو کلونو پوري افغانستان له پولیو پاک اعلان سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...