د کابل امنیتي چارواکي وایي، د هیواد او دفاعي ځواکونو په کابل ښار کي د یوې درني چاودني مخه نیولي ده.
چارواکي زیاتوي، چي د دولت ضد وسله والي ډلي غوښتل د کابل ښار د اوولسمي امنیتي حوزې اړوند د غیبي بابا ښارګوټې په مربوطاتو کي د سړک غاړې ماین په وسیله چاودنه ترسره کړي.
د چارواکو په وینا، له سیمې څخه لس کیلو ګرامه چاودېدونکې توکي، یوه بوشکه، او د توپ د مرمۍ په ګډون یو شمېر نور مهمات د امنیتي ځواکونو په لاس ته ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي، چي د دولت ضد وسله والو ډلو غوښتل له چهار اسیاب ولسوالۍ څخه پر کابل ښار د BM-1 توغندۍ په وسیله راکټي برید ترسره کړي خو له وخت وړاندې یې د ترهګرو دغه پلان شنډ کړای سو.