د ارګ څخه په خپره سوې خبرپانه کي ویل سوي، چي دا پروژه د ۴۰ مېګا واټه بریښنا د تولید توان لري او مرکزي تأسیسات به یې د جوزجان په یتیم طاق ولسوالۍ کي جوړ سي.
پر دې پروژه به چي د “بیات پاور” په نوم خصوصي شرکت یې قرارداد اخېستی، ۳۹ میلیونه امریکايي ډالر ولګېږي.
د خبرپاڼي په حواله، دا پروژه د جوزجان او شاوخوا سیمې تقریباً ۳۰ زره کورونو او لږترلږه ۱۰۰ متوسطو فابریکو ته بریښنا رسولای سي او سلګونه افغانانو ته به د کار موقع په کښي پیدا سي.