ټاکل سوې ده چي ولسمشر محمد اشرف غني به نن په دغه ولايت کي د يو شمېر سترو اقتصادي پروژو پراستنه وکړي.
د ښاغلي غني او ورسره د ځينو نورو لوړ پوړو چارواکو د هرکلي او همدارنګه د ده د وينا لپاره د ۲۰۳ تندر قول اردو په قوماندانۍ کي مراسم نيول سوي، چي د پکتيا لسګونو ولسي مشرانو هم په کښې ګډون کړی دی.
په دې پروژو کي پکتيا ته د وارداتي برېښنا پرانسته او په رسمي توګه د ګردېز – زرمت د سړک، د صنعتي پارک، د شهيدانو د ښارګوټي پرانستنه شامل دي.
له ولسمشر غني سره د قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او د ځوانانو ځانګړې ناستې هم ترتيب سوې دي.
د ولسمشر غني سره په دې سفر کي د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم ملګرتیا کوي.