راپور: اجمل وصال
د روزګان ولایت په ټولو لسوالیو کي عدلي او قضایې ادارې تړلي دي او سته قاضیان بیا په مرکز ترینکوټ کي د ولسوالیو چاري سمبالوي.
په ولسوالیو کي د قاضیانو او څارنوالو نه شتون ددې لامل سوی چي اوسیدونکي یې خپلي دوسيې په سیمه کي په وسله والو طالبانو او یاهم په کلیوالي جرګو حل کړي.
د روزګان د محکمې په ریاست کي دلته د عدلې او قضایي او یوشمیر نورو ادارو ترمنځ د همږغۍ غونډه چي پکښي نه یوازي د مرکز ترینکوټ قاضیان او څارنوالان دي بلکي د ولسوالیو د عدلي او قضایي ادارو یوشمیر استازي هم ګډون لري.
نیوکي دادي چي د ولایت په ټولو لسوالیو کي د تیرو څو کلونو راهیسي د عدلي او قضایې ادارو دروازې تړل سوي او مسٔوولین یې د مرکزترینکوټ څخه چارې سمبالوي.
د روزګان د بشري حقونو د ولایتي دفتر استازی عبدالاحد بهایي وايي، په ولسوالیو کي عدلي او قضایي ادارو ته نه لاس رسی نه یوازي د خلکو پر وړاندي لویي ستونزي دې بلکي ډیری خلګ خپلي دوسیې په سیمه کي وسله والو طالبانو او یاهم کلیوالي جرګو ته وړاندي کوي.
د روزګان د محاکمو ریٔیس او ددغه ولایت والي دواړه مني چي په ولسوالیوکي عدلي او قضایې ادارې فعالیت نه لري خو وایي، د امنیت نه خوندیتوب ددې لامل سوی چي د ولسوالیو قاضیان او څارنوالان خپلي چاري له ترینکوټه سمبال کړي.
د محاکمو ریٔس فهیم الله نیازی وایي، نه یوازي په ولسوالیو کي بلکي خپله په مرکز ترینکوټ کي قاضیان امنیتې خوندیتوب نه لري، خو د روزګان والي اسدالله سعید بیا وایي، د طالبانو لخوا پر = دوسیو څیړل پر هغوی د خلک باور زیات کړی.
روزګان چي ټول شپږ ولسوالۍ لري او تر دولتي حاکمیت لاندي دي خو هلته نه یوازي د عدلي او قضایې ادارو نه شتون د خلکو پر وړاندي ستونزي دي ، بلکي پوهني ، روغتیا، او په ټوله کي اوسیدونکو کي یې اولیه خدماتو ته نه لاس رسی نه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون