راپور: جواد داوري
په لښکرګاه ښار کي له لښکرګاه تر موسی کلا شعار لاندي ښځي او ځوانان راټول سوي دي او غواړي د سولي پیغام د سنګین او موسی کلا تر طالبانو ورسوي.
په لښکرګاه ښار کي د ورزشي لوبغالي مخ ته د موټر بم چاودني وروسته یو شمیر کسانو خیمه ودرول او غواړي د پنج شنبي په ورځ د سولي پیغام رسولو په موخه د وسله والو طالبانو تر مرکزونو ورسي.
د هیواد په جنوب کي د وسله والو طالبانو په نفوذ لرونکي ولایت هلمند کي د لومړي کال د دریمي ورځي موټر بم وروسته له لښکرګاه تر موسی کلا شعار لاندي د تحصن خیمه و دروله او نن د نارینه وو تر څنګ یو شمیر ښځو هم د سولي غوښتني په موخه خیمه ودرول .
دغه ښځي وايي، د جګړو له امله ډیري زیانمني سوي دي او د جګړي د اوربند او سولي په موخه يي د نارینه وو تر څنګه خیمه ودرول.
دغه سوله غوښتنوکي ښځي وايي، د رواني جګړي له امله يي د کورنی غړي له لاسه ورکړي دي او بې سرپرسته پاته سوي دي د دوی په خبره لومړی له حکومت او بیا له طالبانو د سولي کولو غوښتنه کوي او په دې حرکت کي به د نارینه وو تر څنګ تر موسی کلا ولسوالۍ ځي او طالبانو ته د سولي پلو غوړوي.
که څه هم د هیواد په نفوذ لروونکي ولایت هلمند کي ولسي میرمنو او نارینه وو، د سولي غوښتني حرکت پیل کړی دی او غواړي تر موسی کلا ولسوالۍ ولاړ سي خو تر دې دمه وسله والو طالبانو د یاد حرکت په اړه څه نه دي ویلي.