کندهارۍ اصله موسیقي له زوال سره مخامخ ده

راپور: بشیر احمد فیضان

د هنر او موسیقۍ پراخه لمن د غني کیدو په حال کي ده خو اصله کندهارۍ موسقي بیا د اوسني عصر موسیقي له امله د زوال سره مخ ده.

که څه هم په کندهار کي د خلکو لیوالتیا له موسیقي سره پراخه سوې خو پخوانۍ کلاسیکه موسقۍ پیکه ښکاري.

دغه موسیقي چي پخوا يې ځانګړی نوم درلود اوس يې زاويي تغیر کړی.

موسیقي ږغونکي وايي، غربي موسقي د خلکو په زړونو کي ځای پیدا کړی او په ډيرو پروګرامونو کي یوازي د هغه موسقي غوښتنه کوي.

پخوانۍ محلي موسیقي د سیمي د هنر بډایه برخه بلل کیدل خو اوس دغه برخه ورځ تر بلي د لمنځه تلو په حال کي ده.

د کندهار د موسیقي او هنرونو د ټولني مشر نعمت الله کندهارۍ وايي، رسنۍ د پخوانۍ کلاسیکي موسقۍ په خوندي ساتلو او په خلکو کي د عامولو تر ټولو مهم مرجع ده ، خو زیاتوي چي په دې برخه کي رسنیو هم خپل مسؤلیت نه دی ادا کړی.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس فضل باري بریالی وايي، په دې برخه کي کار کوي ترڅو دغه برخه بیرته غني کړي.

نوموړی وايي، له هنرمندانو سره همږغي غونډي لري او په دې برخه کي مشورې ورکوي.

ښاغلی بریالي وايي، یو بل نوښت يې هم را پیل کړی او غواړي د کندهار د مهمو هنرمندانو کتابونه او تذکرې چاپ کړي.

په اوسنیو هنري پروګرامونو کي د جاپاني په نامه یوه بله اله هم ور اضافه سوې چي د موسیقي ږغونکو په خبره دې الي بیا د موسیقي برخه نوره هم ښایسته کړي .

په هیواد کي روانو حالانو نه یوازي نوري برخي زیانمني کړي بلکي پر هنر باندي يې هم منفي اغیزه کړي.

د کندهار موسیقي ږغونکي وايي، د افغانستان ډيری پخواني او تکړه هنرمندان له هیواد بهر ژوند کوي چي دې چاري هم په دغه هیواد کي موسقي بي رنګه ګړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...