راپور: نثار احمد څپاند
د هیواد د نورو ولایتونو په څیر په زابل کي هم نوی تعلیمي کال د ښوونځۍ د زنګ په وهلو پیل سو او لسګونه زره زده کوونکو خپل زده کړي پیل کړې.
دغه مراسم چي د دې ولایت د پوهني د ریاست په انګړ کي جوړ سوي وه دولتی چارواکو، قومي مشرانو او عامو خلګو برخه اخیستي وه او د تعلیم پر ارزښت یې ټینګار وکړ.
د زابل مرستیال والي رحمت الله یارمل تعلیم له موجودو ستونزو د خلاصون یوازینۍ لار بولي او وایي، د پوهني د بهیر د ښه والي لپاره به هڅي وکړي.
یارمل وویل، د تعلیم او تربیې په برخه کي فساد ورته د منلو وړ نه دی او پر وړاندي به یې جدي مبارزه وکړي .
د زابل د پوهنی ریٔس نصرالله زاهد وایي، د تړلو ښوونځیو بیرته خلاصول ورته تر ټولو مهم دي او هڅه به وکړي چه په نوي تعلیمي کال کي دغه ستونزه حل کړي.
نوموړي وویل، د خاک افغان نوبهار اټغر او نورو ولسوالیو کي ورسره قومی مشرانو او دیني عالمانو د لسګونو تړلو ښوونځیو د بیرته خلاصولو وعده کړې ده .
په زابل ولایت کی په داسی حال کي نوی تعلیمی کال پیل سو چي تر اوسه لا هم په دې ولایت کي تر نیمایي زیات ښوونځۍ تړلي دي او د پرانیستو ښوونځیو زده کوونکي هم د ودانیو، مسلکی ښوونکو، کتابونو د نشتوالي او نورو ستونزو له امله ځوریږی او له دولت څخه د جدي پاملرني غوښتنه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون