په کندهار کي بزګران وايي، وچکالیو د اوبو سطحه کښتنه کړې او د جنراتورنو په وسیله اوله نه را ایستل کیږي

دوی وايي، دولت باید په ژمي کي د بارانونو اوبه زخیره کړي ترڅو د کاختۍ په صورت کي له هغه اوبو څخه استفاده وسي.

سمسور کندهار د تندي په خوله کي هغه ښار چي یو وخت به يې سمسورتیا زړونو ته سکون ورکوی.

پسرلي ته د ګوتو په شمیر ورځي پاته دي خو کندهار ښار کي یوازي ځاي ځاي کلونو وزري غوړولي.

وچکالۍ د نباتاتو ویني زبیښلي او تکثر ته يې نه پریږدي.

طبعي افتونه بل هغه مصبت دي چي د خلکو کښتونه يې د خوارو خوراک کړي.

کرنه د افغانستان د اتیا فصده وګړو د بوختیا پانګه بلل کیږي خو دا پانګه ورځ تر بلي له خلکو څخه تېښته کوي.

د اوبو سطحه کښته سوې او ګروندګر د خپلو کښتونو څخه رنځ وړي.

دلته د جنراترونو په وسیله اوبه له مځکي څخه را وزي خو د اوبو د سطحي د ټیټوالي له امله مځکي نه سي خړوبولي.

کروندګر وايي، وچکالۍ يې پر ټولو رزاعتي کارونو سیوری غوړولي او نمو ته يې نه پریږدي.

هغه مرسته چي دولت يې مسؤلیت پر غاړه لري هم تر ډیره بریده ګروندګرو ته نه دي رسیدلي.

د ډنډ ولسوالۍ یو شمیر بزګران وايي، اوبه له مځکي را باسي او اصلاح سوي تخمونه يې هم خپله را نیولي.

دوئ وايي، هغه ژمني چي د کرني ریاست ورسره کړي نه دي عملي سوي.

د کرني ریاست ویاند عبدالرحمان سجاد  د بزګرو ستونزي تریوه بریده مني خو زیاتوي چي دومره هم نه دي چي د دوی کرل سوي کښتونو يې له منځه تللي.

نوموړي وايي، په روان کال کي له بزګرو سره د ۶۰۰ میټرک ټینه اصلاح سوو تخمونو مرسته سوي.

سجاد دغه راز وايي،  په روان کال کي په کندهار کی یوازي ۳۳  میلي میتره باران سوس چي دا باران په هیڅ صورت کي د مځکو د خړوبولو او کال ابادولو لپاره کاپي نه دي.
د روان ژمي په ترځ کي خلکو په ځانګړي ډول بزګرو د کال د ابادولو ډيري هیلي له ځان سره درلودي خو هغوی خپلو هیلو ته ونه رسیدلي.

للمي غنم تندي وسوځل او اوي غنمو ته پوره اوبه نه رسیږي.

د اوبو د سطحي ټیټوالي بله هغه ستونزه ده چي د بزګرو اندېښني څه خوارۍ يې د اور خوراک سوي.

بزګر وايي، دولت باید د اوبو د کابو کولو لپاره د بیلاــ بیلو لارو کار واخلي.

د ژمي د بارانونو اوبه ضایع نه کړي او د هغه لپاره زخیري جوړي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...