په کندهار کي د نشه يي توکو پرضد د مبارزې پوليسو تر شل ټنه زیات نشه يي توکي وسوځول

راپور: جاوید احمد سمسور

چارواکي وايي، چي دغه نشه يي توکي یې په بېلابیلو سیمو کي له قاچاق وړونکو او پلورونکو څخه نیولي وه چي د دوشنبې په ورځ وسوځول.

په دغه نشه يې توکو کي تاریاک، چرس، مورفین، هیروین، الکولي مواد او نور شامل دي چي په نیولو سره یې د نشه يي توکو کاروباریانو ته درنه ضربه ورکړې ده.

چارواکي وايي، د دغه نشه يي توکو په سوځولو سره چي تاریاک، چرس، مورفین، هیروین او نور توکي پکښي شامل دي د نشه يي توکو کاروباریانو ته درنه ضربه ورکړل سوې.

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د دغه توکو د سوځولو پر مهال وویل، د یادو توکو ټوله اندازه ۲۲ زره څلور سوه او ۹۵ کیلو ګرامه ده چي د امنیتي ځواکونو له خوا په بېلابېلو وختونو کي نیول سوي دي.

د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مسٔولین وايي، د دغه نشه يي توکو په تړاو يې ۴۳۸ تنه هم نیولي چي لوی قاچاق کونکې هم پکښي شامل دي.

د کندهار د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه اڅګزی وايي، چي دغه توکي یې د تیرو شاوخوا دریو کلونو په موده کي نیولي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، د دې ترڅنګ چي د نشه يي توکو د کښت مخنیوی کوي دغه راز د قاچاق وړونکو پر ضد یې هم سخت ګامونه اخیستي او لسګونه کسان یې نیولي.

د نشه يي توکو اکثره کاروباریان په هغه سیمو کي د یادو توکو پروسیس کوي چي د دولت له ولکې څخه وتلي وي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...