راپور: محمد یار مجروح
د پوهني مسٔوولین وايي، د برتانيې هیواد له لوري د یوې څيړني له مخي د سلو غورو لیسو په کتار کي له ټول افغانستان څخه یو دیرش او له کندهار څخه څلور ښوونځۍ شامل دي.
دغه څیړنه د ظرفیت لوړني تر څنګ د ټولینزو، فرهنګي او کلتوري موضوعاتو په برخه کي تر سره سوې چي د کندهار څخه يې څلور ښځینه ښوونځي غوره بللي دي.
د برتانیې هیواد له لوري په یوه څیړنه کي د پنځو هیوادونو په غوره ښوونځیو کي د افغانستان څخه شاوخوا ۳۱ ښوونځي د سلو غوره ښوونځیو په کتار کي شامل دي.
دغه څیړنه د افغانستان په پنځو لویو ښارونو کابل، کندهار، مزار شریف، جلال اباد او هرات ولایتونو کي د تیرو شپږو میاشتو په موده کي تر سره سوې چي د کندهار څلور ښوونځۍ پکښي شامل دي.
په دغه څیړنه کي د شاګردانو د ظرفیت لوړني تر څنګ کلتوري او فرهنګي مسایلو ته هم کتنه سوې وه.
د کندهار د پوهني ریٔس عبدالقادر پیوستون وايي، د ژمني سره سم دوی د شاګردانو د ظرفیت لوړني په برخه کي کار کوي او هغه کسان چي د پوهني په بهیر کي ستونزي جوړوي افشا به يې کړي.
پر همدې مهال د کندهار والي زلمی ویسا یادو مراسمو د غونډي پر مهال وویل، چي دوی د امنیت تر څنګ ډیره توجه د پوهني برخي ته کړې ده.
ده زیاته کړه چي د پوهني برخه زیاتو امکاناتو ته ضرورت لري خو ندي توانیدلي چي یاد امکانات پوره کړي او هڅه کوي چي د پوهني برخه نوره هم قوي کړي.
بلخوا د کندهار د ولایتي شورا ریس سیدجان خاکریزوال او د غونډي یو شمیر ګډونوالو هم د کندهار د پوهني ریاست وروستۍ هڅي وسایلې او زیاته يې کړه، چي د پوهني ریاست په کمو اماکاناتو ډیر څه کړي او باید د امکاناتو په برخه کي ملي سوداګر ورسره همکاره سي.
زرغونه انا، ملالۍ، شهید عبدالطیف او بي بي زینب په کندهار کي د نجونو هغه لیسې دي چي د پنځو هیوادنو په غوره سلو ښوونځيو کي شاملي دي.
د پوهني ریاست په وینا په کندهار کي دا مهال شاوخوا پنځوس د نجونو ښوونځي سته چي ۸۵ زره زده کوونکي پکښي په زده کړه بوختي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون