دغه راز لاریون کونکو د غزني په ولایتي مرکز کي هم دولتي ادارو ته د مراجیعنو د تګ راتګ مخه نیولې ده.
د ستونزي د حل لپاره له کابل څخه پرون ماښام د ولسمشر د سلاکار محمد علم راسخ په مشرۍ د لوی څارنوالۍ، دفاع او کورنیو چارو د وزراتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادراې د استازو په ګډون پلاوی هم غزني ته رسیدلی خو د لاریون تنظیمونکي وايي، چي خبري يې بي پايلي وې.
د کابل – کندهار لویه لار د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو د دوه ملکي کسانو د وژل کیدو په غبرګون کې د شنبې د ورځی را پدېخوا تړلې ده.
د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد د کلي اوسیدونکې ادعا کوي چي په سیمه کي د دوو قبیلو ترمنځ، چي د یوې قبیلي مربوط یو شمېر غړي يې په سیمه ییزو پوليسو کي دندي لري د اوبو د شخړي په پايله کي پر یوه کور یرغل کړی دوه تنه يې وژلي، دوه تنه يې ژوبل کړي او دوه تنه نور يې له ځان سره ژوندلي بېولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون