راپور: سردار زیارمل
دغه ریاستونه چي ودانۍ نه لري او په نورو ریاستونو کي د همسایه په څیر خپل فعالیتونه تر سره کوي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له اړونده ارګانونو غواړي چي د خپل حق سهولوتونه ورته برابر کړي.
د خوست ګڼ شمېر ریاستونه او لوی مدیریتونه د ودانیو نه لرلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د هواري په موخه یې لا هم جدي ګام نه دی پورته سوی.
د دغو ریاستونه کارمندان وايي، چي څو ځله یې اړوندو ارګانونو ته وړاندیزونه کړې خو په وینا یې لا هم په نورو ریاستونو کي د همسایه په څېر فعالیتونه تر سره کوي.
له دي جملي څخه د ترافیکو او د برېښنايي پېژندپاڼو مدیرتونه دي چي څو ځله یې یو او بل ځای ته کارځایونه تبدیل سوي، خو لا هم د خپلي ودانۍ ارمانجن دي.
له بلي خوا د ښار او کور جوړوني ریاست مني، چي په خوست کي زیاتره ریاستونه او مدریتونه ودانۍ نه لري، خو زیاتوي چي یاده ستونزه یې مرکز کابل کي له اړوند وزارت سره شریکه کړې او په وینا یې په راتلونکو کلونو کي به یې د ودانیو جوړېدو چاري تر سره سي.
په دي ورستیو کي په خوست کي زیاتي پروژې پلي او ګټي اخیستني ته وړاندې سوي دي، خو مهم ریاستونه او مدیرتونه لا هم ودانۍ نه لري او هغه ریاستونه چي دوی ته یې د موقت وخت لپاره ځای ورکړی، د دوی کاري ساحه یې هم ور تنګه کړي ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون