راپور: جواد داوري
دوي په یوه غوڼده کي د هلمند والي او نظامي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چي د امنیت د تینګښت تر څنک د حکومتدارۍ په جوړښت کي هم کار وکړي.
د هلمند والي د ګرشک ولسوالي له اوسیدونکو سره ژمنه وکړه چي د فساد او د مځکو د غصب په مخنیوي کي به کوټلي ګامونه واخلي.
ګرشک په هلمند کي یواځني ولسوالۍ ده چي د وروستیو جګړو له امله سقوط نه سوه.
ددي ولسوالۍ اوسیدونکي له حکومت څخه خوښ نه ښکاري.
دوي وايي، سره له دي چي د ولسوالۍ امنیت له دولتي او شخصي امکانات څخه په استفادي ساتلي خو بیا هم دولت د خلکو ستونزو ته ځان نه دی رسولي.
دوي وايي، په ګرشک ولسوالۍ کي د مځکو مافیا حاکمه ده دومره مځکي توزیع سوي دي چي تر راتلوونکو پنځوس کلونو پوري کفایت کوي او همدارنګه هغه کورنۍ چي د یادي ولسوالي له شاوخوا سیمو څخه مرکز ته د نا امنیو له امله بیځایه سوي دي دولت يې لاس نیوي نه دی کړی.
د هلمند والي حیات الله حیات له ځایی خلکو سره ژمنه وکړه، چي ستونزو ته به یې ځان رسوي او همدارنګه هغه مافیایي ګروپونه چي په یاده ولسوالي کي حاکم دي قانون ته به یې سپاري.
هلمند والي له خلکو وغوښتل چي د فساد او بې عدالتیو په مخنیوي ورسره همکاري وکړي.
په ګرشک ولسوالي د سیمي د اوسیدونکو د غوښتنو په ځواب کي د ۵۰۵ بست زون قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خیل وویل: د پولیسو په تشکیلاتو کي یې خلا موجوده ده له امله یې نه سي کولاي د ګرشک پولیس په منظم ډول تربیه کړي.
دی وايي، هڅي یې پیل کړي دي تر څو د پولیسو په لیکو د فساد او نا انډولي مخه ونیسي.
په هلمند د ۲۱۵م میوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي وویل، د ملي اردو او ټولو امنیتي ځواکونو هغه پوستي چي د خلکو د اوستوګني په کورونو کي ځای پرځای سوي دي نورو سیمو ته به انتقالوي او همدارنګه هغه سرتیري چي د جګړې پرمهال په ګڼ میشتو سیمو کي له درنو وسلو استفاده کوي مخه به یی ونیسی.
په ګرشک ولسوالۍ کي د پولیسو ترڅنک د ملي اردو یوه لوا او د ملي امنیت د پارتیزاني ګروپ ګڼ شمیر سرتیري د امنیت د ټینګښت په موخه ځاي پرځای سوي دي.