راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د ۳۵ ریګریشن فابریکو څخه اوس یوازي پنځه یا شپږ يې فعالیت کوي، هغه هم پداسي حال کي چي د ولسمشر له لوري د قراردادونو لړۍ پای ته رسیدلې او فابریکي نسي کولای بې له قرارداده د ډبرو کانونه راوباسي او کار وکړي.
د ریګریشن یا د ډبرو د کانونو رایستونکي وايي، د دولت سره د قرارداد په حساب خپل کار کوي او پر وخت مالیه ورکوي.
دوی وايي، دولت ورڅخه یوازي مالیه ټولوي او ستونزو ته يې رسیدګي نه کوي.
د ریګریش یو مسٔوول عصمت افغان هیواد تلویزون ته وویل، دولت د دوی ستونزو ته رسیدګي نده کړې.
د ده په خبره که دولت دوی ته د صنعتي پارک په څیر بریښنا برابره کړي او په هیواد کي د ریګریشن ماشینرۍ سامانونو فابریکه فعاله سي، دوی به په ارزانه قیمت بازار ته تعمیراتي توکي وړاندي کړي.
پر همدي مهال د ریګریشنونو کاریګر هم وايي، کارونو يې سخت ستړي کړي، خو که د برېښنا ستونزه حل سي د دوی په کارونو کي به اسانتیاوي رامنځ ته سي.
دوی وايي، دولت دي د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي تر څو نورو کسانو ته د کار زمینه برابره سي.
له یوه لوري که څه هم په کندهار کي په غیر قانوني توګه د خلګو له لوري د کان کیندلو حالت د پخوا په ډول ادامه لري، خو بل خواته په کندهار کي د کانونو ریاست له ډیري مودې راهیسی له رسنیو سره د خبرو کولو څخه ډډه کوي چي د یاد ریاست په وینا دوی ته د مرکزي دولت له لوري امر سوی چي له رسنیو سره خبري ونکړي.
د یاد ریاست ریٔس جان اغا ترخیل په شفاهي ډول وايي، دوی په غیر قانوني توګه د کان ایستلو مخه نیولي، خو زیاتوي چي یو شمیر کسان اوس هم د ډبرو کانونه کاږي خو دولت ته مالیه نه ورکوي.