په کندهار کي د ۹۰۰ خالي بستونو لپاره د ۲۶۰۰ کسانو څخه ازموینه واخستل سوه

راپور: سید حمید هاشمي

د کندهار والي وايي، دغه ازموینه په لومړي ځل د بایومیتریک سیسټم  له لاري اخیستل کیږي چي  هیڅ ډول لاسوهنه به پکښي ونه سي.

دا په کندهار پوهنتون کي لومړی ځل دی چي تر دوه زره زیاتو کسانو څخه د دولتي خالي بستونو لپاره د بایومتیریک سیسټم له لاري ازموینه واخستل سوه.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل، چي دا ازموینه د مخکنیو په څیر نه وي او په پوره شفافیت به ترسره کیږي.

د هغه په خبره په دي ازموینه کي به ځیني قومي متنفذین مخالفت ولري خو دوی به هیچا ته اجازه ورنکړي چي بې سواده او غیري مسلکي کسان دولتي ادارو لار پیدا کړي او وړ ځوانان بې کاره پاته سي.

وروسته د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیشنر بریالي هلمند وویل، چي د ولسمشر په ځانګړي غوښتنه يې په ټول هیواد کي ۱۷۰۰۰ خالي بستونو لپاره له ۲۶۰۰۰۰ کسانو د ازمویني لړۍ پیل کړي ده.

د هغه په خبره یوازي په کندهار کي د ۹۰۰ بستونو لپاره ازموینه اخستل کیږي چي مسٔولیت يې کندهار پوهنتون ته ورکړي تر څو د بایومتیریک سیسټم له لاري د فساد او لاسوهنو مخه ونیول سي.

د چارواکو په خبره دغه بستونه د تیرو اوو او دوو کلنو راهیسي خالي وه او مسٔولین نه درلودل په داسي حال کي چي د پوهنتونو څخه هر کال سلګونه کسان فارغیږي خو د بې کاري د زیاتوالي  او کار نشتون له امله شکایت کوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...