سږ کال د وچکالۍ له امله په هلمند کي هیڅ باران نه دی سوی

راپور: جواد داوري

د هلمند علماو او د سیمي اوسیدونکو د استسقا لمونځ د زرګونو اوسیدونکو په ګډون وکړ.

علماو له خلکو وغوښتل چي د ښتونو ته ووزي دعا وي وکړي، چي د رحمت باران و اوریږي.

سږ کال په هلمند کي د وچکالۍ له امله داسي باران نه دی اورېدلی چي د مځکي مخ لوند کړي.

د هلمند زرګونو اوسیدونکي د د لښکرګاه په یو څنډه کي د استسقا لمونځ اداکړ.

د هلمند د حج و اوقافو ریس حافظ محمد داود مدقق وايي، په دي لمانځه کي د لښکرګاه ښار علاوه له ولسوالیو څخه زرګونو اوسیدونکو ګډون کړي تر څو د خداي تعالي په دربار کي عبادت او دعاوي وکړي چي د رحمت باران و اوریږي.

دي زیاتوي، علماو له خلکو غوښتي چي تر درې ورځو پوري د استسقا د لمونځ په ځاي کي و اوسیږي چي عبادتونه وکړي تر څو باران کیږي.

مدقق له خلکو غواړي چی یوازي اسلامي او شرعي لاره غوره کړي د هغو کسانو خبره دي نه مني چي په دین کي بدعت کوي.

په تیرو کلونو کي د ژمي موسم کي هر کال څو ځلي بارانونه کیدل خو سږکال هیڅ باران نه دي سوي.

د هلمند اوسیدونکي، کرونده ګر په خاص ډول کوچیان اندیښنه لري چي راتلوونکي کال به د وچکالي له امله اوبه لږ سي د کوچیانو د حیواناتو دپاره به دښتونو او څړ ځایونو شنه نه سي.

تیر کال د ژمي له پیل څخه تردي وخت پوري لس بارانونه سوي وه داسی بارانه چي په لښکرګاه ښار کي یې د ځینو کورونه د اوبو د زیاتوالي له امله نړیدلي وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...