راپور: محمد یار مجروح
۲۹ کاله مخکي د وخت د شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه له افغانستانه ووتل خو ترخې کیسي او ترخه یادونه يې لا پاته دي، د روسې لښکرو جنګي ټانګونه اوس د کوچنیانو د لوبو توکي ګرځیدلي.
د شوروي اتحاد پوځونه د ۱۳۵۸ لمریز کال دجدي په شپږمه د منځني اسیا له هیوادونو څخه د ببرک کارمل په همکارۍ پر کابل یرغل راوړ او د هیواد ریس جمهور حفیظ الله امین يې وواژه او دغه هیواد يې د جکړې په مرکز بدل کړ.
افغان حکومت وايي، د شوروي ځواکونو یرغل او د جنګونو دوام، ډیري زیربناوي خرابي او افغانستان يې د اقتصادي پرمختګ له کاروانه وروسته کړي او جنګونه ددي لامل سوه چي افغانستان درانه مادي اومعنوي زیانونه ووینی.
افغان چارواکي وايي، پخوا هیواد یوازي له روسانو سره په جنګ وو خو پدي وروستیو کلونو کي له شاوخوا ۲۰ سیمییزو اونړیوالو ترورستي ډلو سره لاس او ګریوان دی.
په کندهار کي د شوروي لښکرو د وتلو ورځ د یوې غونډي پر مهال په خاصو مراسمو ولمانځل سوه.
د غونډي پر مهال د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا پر وسلوالو ږغ وکړ، چي د جګړې څخه لاس واخلي او د حکومت سره د هيواد په پرمختګ کي برخه واخلي.
کندهار والي همدراز پر ټول افغان ملت هم ږغ وکړ، چي د ملي يوالي لپاره کار وکړي او خپل منځي اختلافات له منځه يوسي.
د ده په خبره د امنیت په لا ښه ټینګښت او د فساد په له منځه وړلو کي د جدي هڅو خبر ورکړ او په دي برخه کي يې د ولس څخه د مرستي غوښتنه هم وکړه.
بلخوا په ياده غونډه کي يو شمېر جهادي قوماندانانو او قومي سپينږیرو هم پر ملي يوالي ټينګار وکړ او له خلګو يې وغوښتل چي خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي.
هغوی وويل، د هيواد پرمختګ د پوهني د پرمختګ سره تړلی دی او باید د پوهني په برخه کي جدي کار وسي.
دوی زیاته کړه روان جنګ د پردیو له لوري پيل سوې او ډاډ يې ورکړ چي افغان ځواکونه به په دغه جنګ کي بریالي کیږي.
پر همدي مهال یو شمیر کسان پدې نظر دي چي د روسي لښکرو د ماتي لامل هغه مهال د افغانانو تر منځ اتحاد او اتفاق یادوي.
دوی وايي، افغانان په نړۍ کي د یو ستر قوت په نوم پيژندل سوی خو زیاتوي، چي بې اتفاقي له افغانانو هر څه اخیستی دي.
د دوی په خبره که افغانان یو ځل بیا په خپلو منځو کي اتفاق وکړي او د مشرانو په قدم قدم کښېږدي، د پخوا په ډول به بریالی وي.
روسانو په افغانستان کې له لسو کلونو تېرولو سره ډېری ورانۍ، ويجاړۍ جوړي کړې، په هېواد کې يې هر ډول وسلې وکارولې، د يو ميليون څخه زيات افغانان يې شهيدان کړل، په همدغه اندازه يې معلول او معيوب کړل، نږدې اووه ميليونه هېوادوال نورو هېوادونو ته کډوال سول خو بيا هم افغانانو خپل همت له لاسه ورنه کړ او د روسانو پرضد يې جهاد ته ملا وتړله او سخت مقاومت يې وکړ او د افغانانو د ۱۰ کلن وسلوال مخالفت او کلکي مبارزې وروسته د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوي پر ۲۶مه له دي هیواده ووتل.
د راپورونو له مخي، په افغانستان کي د شوروي اتحاد د يرغل په نهو کلونو کي له شل زرو څخه زيات روسي پوځيان وژل سوي او لسګونه زره نور ټپيان سوي دي.
افغانان د سلواغي ۲۶ د بري د ورځې په نوم يادوي او په همدي ورځ هر کال د حکومت له لوري رسمي رخصتي اعلانېږي.
دا ورځ د بري په نوم په داسي حال لمانځل کیږي چي اوس مهال په افغانستان کي د ناټو د نږدې شپږويشت هېوادونو پوځيان پراته دي او د وسله والو ډلو سره په جګړه بوخت دي.
بلخوا طالبانو په خپل یوه وروستي لیک کي له امریکا څخه غوښتي چي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي او دغه راز خبرو ته یې هم چمتوالی ښوولی.
باید وویل سي، چې د پخواني شوروي پارلمان په ۱۹۸۹ میلادي کال افغانستان ته د شوروي ځواکونو د لېږلو پرېکړه او د افغانستان جګړه تېروتنه بللې وه.