د کندهار امنیه قومندان وايي، د برېښنايي تذکرو قانوني مرحله هم مخکي له مخکي پای ته رسېدلي او څوک چي ځان افغان نه بولي او په پاسپورټ راغلي بیرته دي بهر ته ولاړ سي.
جنرال عبدالرازق افغانیت خپل ملي هویت بولي او زیاتوي، چي د انتخاباتو لپاره ځیني درواغجني وعدې وسوې، په عملي کولو کي يې هیچا پوښتنه ونه کړه، خو اوس د يوې ملي موضوع په برخه کي خنډونه جوړوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چي په دي برخه کي هیچا ته د ستونزي جوړولو حق نه ورکوي.