د کندهار ملي موزیم د درې کسیزه لرغون پیژندني ډلي د کابو څلویښتو کاري ورځو په ترڅ کي جوړ او وروسته به د سیلانیانو په وړاندي پرانیستل سي.
له بلي خوا مسٔولین وایي، چي په دغه موزیم کي د مختلفو دورو تاریخي اثار خوندي سوي دي چي د لرغون پیژندني یادي دري کسیزه ډلي په خورا وضاحت سره تثبیت کړي دي.
کندهار چي په اشرف البلاد هم پیژندل کیږي په لرغوني تاریخ یې د هیواد هر وګړی خبر دی، خو په دغه ولایت کي کلونه کلونه جګړو او ویرانیو ډیر تاریخي او لرغوني ارزښتونه له منځه یووړل.
د کندهار ولایت ملي موزیم چي یو مهال یې خورا ښه توکي لرل په دي وروستیو کي یو ځل بیا جوړ سوی او وروسته له دي به د سیلانیانو پر مخ پرانیستل سي.
د کندهار د اطلاعاتو و فرهنګ ریس فضل الباري بریالی وایي، دغه موزیم یې د لرغون پیژندني د کاري ډلي د کابو څلویښت ورځو هڅو وروسته جوړ کړی دی.
دغه موزیم چي د کوشانیانو، ډبرو، برونزو، اسلامي او نورو مختلفو دورو آثار پکښي خوندي سوي دي. د کندهار د ولایتي شورا غړی سید احمد سیلاب وایي، چي دغه موزیم دي لا هم جوړ سي او د کندهار او نورو ولایتونو د سیلانیانو پر مخ دي پرانیستل سي، تر څو هم ترې عاید لاسته راسي او هم نوی نسل خپل تیر تاریخ وپیژني.
د کندهار فرهنګیان او روڼ اندي وایي چي د شاوخوا زر قلمه لرغونو توکو لروونکی دا موزیم دي د عامو خلکو پر مخ پرانیستل سي خو وایي چي اړینه ده د موزیم لپاره معیاري ودانی جوړه سي.
د کندهار په ملي موزیم کي دا مهال (۷۹۱) لرغوني آثار تثبیت سوي چي ځیني یي لا هم تثبیت سوي نه دي، ولي مسولین وایي چي دغه موزیم لا ډیر کار ته ضرورت لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون