کندهار: په نېش ولسوالۍ د هوايي بریدونو په ترڅ کي دري شپېته وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کندهار امنیه قوماندان وايي، وسله والو تېره شپه د کندهار پر شمالي ولسوالۍ نېش د څلورو خواوو بریدونه کړي، خو هم مهاله هوایي ځواک کومک ور رسولی او د بمبار په پایله کي ۴۳ وسله وال وژل سوي او شل نور ټپيان دي.
د امنیه قوماندان په خبره، د هوايي برید پر مهال د وسله والو ګڼ موټرونه او موټرسایکلونه تخریب سوي او وسلې یې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...