په خاکریز ولسوالۍ کي د قومندان په ګډون ۲۳ د دولت وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو د دریمي پلي لوا قوماندان وايي، چي دغه عملیات پنځه ورځي وړاندي پيل سوي وه چي د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسیدل.

امنیتي ځواکونه وايي، چي په دي عملیاتو کي ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د کندهار په خاکرېز والسوالۍ کي پنځه ورځني عملیات پای ته ورسېدل چي په ترڅ کي یې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولي.

دغه عملیات د ملي اردو د دریمي پلي لوا د ځواکونو له خوا تر سره سوي چي له وسله والو څخه یې په زیاته اندازه وسلې او مهمات نیولي دي او دغه راز په وژل سوو وسله والو کي ځیني قوماندانان هم شامل دي.

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو اړوند د دریمي پلي لوا قوماندان برید جنرال امین جان جلالزی وايي، چي په دي عملیاتو کي د دوهمي ضربتي لوا ځواکونو هم ګډون کړی وو او په ځینو وختونو کي هوايي، ځواکونو هم مرسته ورسره کړي.

هغه وايي، چي په دي عملیاتو کي یې لسګونه ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي چي ورسره یې د ګڼو خلکو ژوند ژغورلی دی.

برید جنرال امین جان جلالزی وايي، چي دغه محاربوي عملیات د اتل په نامه د خالد عملیاتو یوه برخه ده چي تر سره سول.

دی وايي، پاکستان په بېلابیلو نومونو دلته وسله وال رالیږي او جګړه جاري ساتي تر څو خپلي ګټي خوندي کړي.

د دریمي لوا قوماندان وايي، چي د وسله والو مرال کمزوری سوی او هغوی یو ځل بیا د ملکي خلکو په منځ چاودنو ته زور ورکړی خو افغان ځواکونه به په ټول توان د هغوی مخه ونیسي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په خاکرېز کي د افغان ځواکونو د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...