د کندهار د ملي امنیت ځو اکونو څلور تنه وسله وال نیولي

د کندهار د ولایت مقام له مطبوعاتي ادارې څخه په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي دغه کسان د ملي امنیت ځواکونو په خاصو عملیاتو کي نیول سوي دي.

په نیول سوو کسانو کې یو تن د زابل او درې تنه د کندهار د تخته پل او شاولیکوټ ولسوالیو اوسېدونکي دي.

خبرپاڼه وايي، چي دغه نیول سوو کسانو په خاکرېز، تخته پل او د زابل په ښار صفا ولسوالیو کي تخریبي فعالیتونه ترسره کول.

په نیول سوو وسله والو کي دوه تنه یې هغه کسان دي چي پر امنیتي قرارګاوو یې توغندي توغولې.

نیول سوي کسان هم اعتراف کوي چي دغه راز دوی ته دنده سپارل سوې وه ترڅو د لویو لارو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي او لويي لاري ناامنه کړي.

بل خوا ملي امنيت وايي، چي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي يې د کابل پر ١١١مي فرقې د پروني بريد په تړاو د داعش ډلي يو مرکز او د وسلو زېرمه کشف کړي ده.

د ملي امنيت د لوى رياست يوې سرچينې ویلي، چي دا عمليات يې تیره ورځ دوشنبه د کابل د پنځمې امنيتي حوزې اړونده د قلعه واحد په سيمه کي ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړه چي په دي عملياتو کي د داعش ډلي د همغږۍ او پلان جوړولو يو مرکز سره د وسلو او مهماتو زېرمتون هم کشف کړى دى.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...