راپور: اجمل وصال
د روزګان ولایت اوسیدونکو تیره ورځ دیوې غونډي پرمهال په کابل او یوشمیر نورو ولایتونو کي د وروستیو ترویستي پیښو له قربانیانو سره د غمشریکۍ ترڅنګ د دولت څخه وغوښتل چي عاملین یې تر نیولو وروسته محاکمه او په سزا ورسوي.
دوی پرپاکستان هم نیوکي کولي چي د بې ګناه افغانانو د وژلو لپاره ځانمرګي برید کوونکي رالیږي.
د هیواد په سویلي ولایت روزګان کي دغه لسګونه کسان د وروستیو پیښو د غندلو او د قربانيانو سره د غمشریکۍ لپاره راټول سوي دي.
دوی نه یوازي د افغانانو پر وړاندې د دا ډول بریدونو غندنه کوي، بلکي پر مسٔوولینو هم نیوکه کوي چې د پیښو عاملین یې نه دي نیولي.
راټول سوي کسان په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بولي او هغه کسان چي داډول بریدونو ترشاه لاس لري د اسلام د احکامونو ناخبره یادوي.
د روزګان قومي مشران او مدني فعالین هم د دولت څخه غواړي چي هغو کسانو ته دي په عام محضرکي سزا ورکړي کوم چي د بې ګناه افغانانو ژوند اخلي.
دوی وایي، افغان دولت دي د پاکستان د دوه مخي لوبي په اړه خپل ږغ تر نړیوالو ورسوي او د اړتیا پر وخت د هر ډول مقابلي لپاره چمتوالي لري.
د هیواد په پلازمیني کابل او یوشمیر نورو ولایتونو کي وروستي تروریستي پیښو نه یوازي په کور دننه کي د خلکو غبرګون راپارولي بلکي ګڼ شمیر بهرنيو هیوادونو هم دغه پیښي غندلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون