عاجل خبر: د کابل ښار پنځمي امنیتي حوزې اړوند په ۱۱۱مي پوځي فرقې ډله‌ ییز برید سوی دی

د کابل امنیي قوماندانۍ مرستیال حق نواز حقیار رسنیو ته پېښه تائید کړه، خو په دې اړه يې نور جزئیات ور نه کړل.

د يو شمېر راپورونو له مخي ویل کیږي چي پنځو بریدګرو د سهار څلور بجو راهیسي په دغه

سیمه کې شل بمي بریدونه کړي او اوس هم په جګړه بوخت دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، چي انتحاري حمله کوونکي د ۱۱۱مي فرقې کنډک ته نژدې ودانۍ ته ننوتي او اوس وسله وال حمله کوونکي د دي ودانۍ په تهکاو کي محاصره دي.

د وزیري په وینا دا حمله لومړی د یوه انتحاري په واسطه سوې او بیا درې نور حمله کوونکي ودانۍ ته ننوتي دي.

وزیري یوازي د درو سرتېرو ټپي کېدل تأییدوي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چي دا حمله د شپي ۳ بجې پیل سوې او جګړه یې لا تر اوسه دوام لري.

د دې پوهنتون یوه استاد د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته  وویل چي تر اوسه د ۵ سرتېرو د وژلو راپورونه ورته رسیدلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...