د کندهار ښار په مرکزي نقطه کي غځېدلی خامه سړک دتیرو څو کلونو را هیسي د خلکو ژوند ستونزمن کړی

راپور: نقیب صدیقي

ددغه سیمي خلک نه يوازي په ژمي او دوبي کي ددغه سړک له ستونزو شکایت کوي بلکي ډير وخت پر دغه لاره ترافیکي پېښي د خلکو ژوند اخلي.

د سیمي خلک پر ښاروالۍ په نیوکي سره وايي، چي په تیرو څو کلونو کي يې څو څو ځله له ښاروالۍ څخه د دغه سړک د جوړیدو غوښتنه کړي خو تراوسه نه ده پوره سوي.

دوی وايي، دولت يې ستونزي هواري کړي او ددغه سړک جوړیدو ته دي لمړیتوب ورکړي.

د سیمي ځايې اوسیدونکي وايي، پر دغه لاره هره ورځ ترافیکي پېښي د خلکو ژوند ګواښي او په ژمي کي د اوبو له امله لاره په ساعتونو ساعتونو بنده وي.

که څه هم دغه ستونزي مو په مستقمه توګه  د ښاروالۍ سره شریکي کړې تر څو د هغوی نظر هم پر واخلو خو د کندهار مرستیال ښاروال نسیم رضايې په دي اړه له څه ویلو ډډه وکړل.

په تیره یوه اونۍ کي په پرله پسي ډول څو ځله خلکو د ښاروالۍ په اړه ستونزي درلودي خو ددغه اداري چارواکي خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي.

دا په داسي حال کي ده چي تر دي وړاندي د لوی  ویالي اوسیدونکو هم په خپله سیمه کي د ځینو ستونزو یادونه کړي خو تر اوسه يې ستونزو ته رسیدګی نه ده سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...