د زعفرانو د کیفیت ازمویني لابراتوار په هرات ولایت کي پرانیستل سو

راپور: غلام فاروق رسولي

دا لابراتوار چي د کرهڼي وزارت لخوا په پنځوس زره ډالره جوړ سوی موخه یې دا ده چي په هرات کي د بي کیفیته زعفرانو د واریدیدلو او د افغانستان د زعفرانو په نامه تیریدلو څخه مخنیوی وکړي.

د زعفرانو د کیفیت ازمویني لابراتوار ترڅنګ د زعفرانو د افاتو او مرضونو لابراتوار هم په دي ولایت کي په کار پیل وکړ.

هرات د افغانستان د زعفرانو د پلازمیني په نامه یادیږی، او د هیواد ډيری زعفران هم په دي ولایت کي کرل کیږی نو ځکه د هیواد په کچه د زعفرانو د کیفیت ازموینی او د زعفرانو د مرضونو او افاتو په وړاندي د مبارزی لابراتوارونه پکښي پرانیستل سوه.

دا لابراتوارونه چي د کرهڼي وزرات لخوا د پنځوس زره ډالرو په لګښت جوړ سوي، موخه یې دا ده چي د هیواد د زعفرانو د نوم څخه ساتنی وکړی.

بشیر احمد احمدي د هرات ولایت د کرهڼی ریاست سرپرست وایي، دا لابراتوارونه د دي ترڅنګ چي په هرات کي د بي کیفیته زعفرانو مخنیوی کوي، د زعفرانو دافاتو د له منځه وړلو په خاطر به په دي ولایت کي د زعفرانو تولیدات هم زیات کړي.

محمد آصف رحیمی د هرات والي هم دا لابراتوارونه ګټور بولي او وایي، د دي لابراتوارونو څخه په ګټه اخیستني به د بهرنیو هیوادونو د مغرضانه کړنو څخه چي د هرات د زعفرانو د بدنامولو لپاره یې کوي مخنیوی وسي او په نړۍ کي به د افغانستان د زعفرانو نوم همداسی لوړ وساتی.

د هرات ولایت د زعفرانو کروند ګرو او کاروباریان په دي ورسیتو کي شکایت کوي چي د ایران هیواده بې کیفیته زعفران هرات ته واردیږي او د افغانستان په نامه په نړۍ کي خرڅیږي چي په خبره یې د دوی کاروبار یې خراب کړی دی.

په دي ولایت کي سږکال تر پنځه زره هکتاره ډیره ځمکه کي زعفران کرل سوی وه چي نږدې لس ټنه زعفران ورڅخه لاسته راغلي وه، چي د تیرکال په پرتله نږدې ۲۰ سلنه ډیر والی ښیې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...