د کندهار اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، د نارنج ماڼۍ په ګډون د کندهار یو شمیر تاریخي ابدات د له منځه تللو په حال کي دي او دولت دي جدي پاملرنه ورته وکړي.
بلخوا د اطلاعاتو کلتور ریاست مني، چي دولت تاریخي ځایونه ته پاملرنه نده کړي خو زیاتوي چي ډیر ژر به د کندهار دتاریخي ځایونو پر رغولو کار پيل سي.
د افغاني فرهنګيانو د ناستي ځای نارنج ماڼۍ ده چي اوس يې ډیری برخي له منځه تللي، د کندهار ښار اوسیدونکي او فرهنګیان د مهمو تاریخي ځایونو د له منځه تلو په اړه اندیښنه ښيي.
د معلوماتو له مخې، په کندهار کې له ۳۰ څخه ډير تاریخي ابدات ثبت دي چې ځینې یې زرګونه کاله مخینه او قدامت لري.
د کندهار ښار لویدیځ ته په درې کیلومترۍ کي پرته خړه پړه د نارنج ماڼۍ له میلاد څخه ۳۰۰ کاله مخکي جوړه سوي او د کندهار ښار یې ته له تاریخي اړخه خورا ښکلا وربخښي.
د ښار اوسیدونکي او فرهنګیان د نارنج ماڼي په اړه وايې چي ډیری برخي يې نړیدلي او لا هم د نړیدو په حال کي ده.
په زاړه ښار کي د نارنج ماڼۍ اوسیدنکي وايي، د دغي ماڼۍ ډیری برخه خلګو قبضه کړي او یا هم د دولت په اجازه خلګو پر یاده سیمه کورونه جوړ کړي دي.
د تاریخي نارنج ماڼۍ له ساتونکو څخه یوه تن حاجي محمد هوتک هیواد رادیو تلویزون ته وویل، چي څو ځله يې د دغي ماڼي په شاوخوا کي تاریخي اثار پيدا کړي او بیا يې د کندهار اطلاعاتو کلتور ریاست ته سپارلي دي.
دی وايي، د ماڼۍ ډیری برخي نړیدلي خو څو ځله دولت او نړیوالو موسیسو ورسره د رغولو وعدي کړي خو تر اوسه يې عملي کار ندی پيل سوی.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم وايي، چي د نارنج ماڼۍ ډیری برخي نړیدلي دي او د رغیدو لپاره یې دوی هلي ځلي کوي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریس فضل الباری بریالی وايی، چي د نارنج ماڼۍ شاوخوا برخو کي خلګو کورونه جوړ کړي او ترمیم يې زیات وخت او ډیرو پيسو ته اړتیا ده.
دی وايي، تر راتلونکي کال پوري به د نارنج ماڼۍ او یو شمیر نورو تاریخي سیمو د بیار رغولو چاري پيل سي.
نارنج ماڼۍ، چهل زینې، د احمد شاه بابا مقبره، موى مبارک، د میرویس نیکه زیارت، سرپوښ بازار، خرقه مبارکه، شاه جامع، د مینا برج ، د احمدشاه بابا کور او د عیدګا دروازه د کندهار ښار له مهمو تاریخي ابداتو څخه شمېرل کیږي.
د یادونې ده که له یوې خوا د کندهار ګڼ شمېر تاریخي ځایونه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي او له بلې خوا دغه تاریخي سیمې او ابدې اوسمهال د ناامنیو له امله کورنۍ او بهرني سيالانيان هم نه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون