په کندهار کي د ولایتي شورا غړو او یو شمېر قومي مشرانو د یوې غونډي په ترڅ کي د پاکستان په اړه د امریکا له سیاست څخه ستاینه وکړل.
دوی وویل، د پاکستان دوه مخی سیاست پخوا هم ټولي نړۍ ته معلوم وو خو په وړاندې یې کوم اقدام نه وو سوی.
دغه کسانو وویل، پاکستان له وخته وخته د تروریزم سره مرسته کوي او په افغانستان کي د جګړي اصلي عامل پاکستان دی.
پر همدې مهال د کندهار د ولایتي شورا غړو وویل، افغان حکومت دي په هیواد کي خپلمنځي ستونزي نه زیاتوي او د کندهار د امنیه قوماندان د لیري کیدو پرېکړه باید ونه کړي.
دوی وویل، څو کاله وړاندي دلته امنیت ډېر خراب وو خو د جنرال عبدالرازق په راتګ سره کندهار یو با امنه ولایت سوی دی.
دوی وویل، دلته خلک په امن فضا کي خپل کارونه کوي زده کوونکي زده کړي کوي چي دا امنیت اوسني قوماندان راوستلی دی.
د کندهار د ولایتي شورا رئیس وویل سید جان خاکریزوال: (( د کندهار امنیه قوماندان هر وخت ویلي دي چي ترهګر پاکستان روزي او افغانستان ته یې را لیږي چي دلته یې امنیه قوماندان مخه نیولې ده، حکومت دي هغه کسان نه لیري کوي چي د امنیت لپاره ګټور تمام سوي وي چي په لیري کولو سره به یې حالت نور هم ګډ وډ سي.
وروسته له هغه چي د بلخ امنیه قوماندان د حکومت له خوا له دندي لیري سو د کندهار د امنیه قوماندان د لیري کېدو اوازي هم خپري سوي. له هغه وروسته د کندهار امنیه قوماندان له رسنیو سره په خبرو کي وویل، چي دی د خلکو له خوا ټاکل سوی او حکومت یې نه سي لیري کولای.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون