د امنیې قوماندانۍ د نشه یې موادو پر ضد د مبارزي مدیر سمونیار ولي شاه اڅکزی وايي، چې یادو کسانو ۱۱۷۰ ګرامه هیروین یوه تن په خپل نس او بل په بوټونو کي ځای پر ځای کړي وه چې د دوی د کشفي راپورونو پر اساس په هوايي ډګر کې ونیول سوه.
ده وویل، دغه دوه تنه د کندهار ولایت اوسېدونکي دي چې له ډېره وخته یې د نشه یي توکو کاروبار کاوه.
د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیس وايي، چي د ساقیانو او نشه يي توکو د قاچاقبرو پر وړاندي يې خپل عملیات زیات کړي دي او هغوی به پري نږدي چي دغه غیرقانوني او زیانمن کاروبار ته دوام ورکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون