دغي مطبعي خورا شهرت درلود او د سیمي په کچه پېژندل سوی د چاپ ځای و

په کندهار کي ازادۍ دولتي مطبعې له تیرو یوولسو کلونو بندیدو وروسته بیا فعالیت پيل کړی دی

راپور        محمد یار مجروح

د ازدۍ په نوم یاده مطبعه د طلوع افغان تاریخي ورځپاڼي همزولي ده او پوره ۹۴  کاله يې د ټول لوی کندهار چاپ چاري په ښکلي صحافت ترسره کړي دي.

په دې تاریخي مطبعه کي طلوع افغان ورځپاڼه، کندهارمجله، هلمند جریده او دهیواد پر نورو معتبرو رسنیو سربیره د لوی استاد علامه عبدالحي حبیبي په قلم د (خوشحال ملغلري) د عبدالقادرخان خټک دېوان او د نورو پيژندل سویو لیکوالانو قلمي اثار په کتابي بڼه چاپيدل، خو اوس يې فعالیت محدود سوی او یوازي طلوع افغان ورځپاڼه او یو شمیر دولتي اسناد چاپوي.

د یادي مطبعې امر احمد قیس پيرعلي د چاپي مطبعو د بندیدو علت اقتصادي کمزوري، د ماشینونو او د مسلکي کسانو نشتوالى په ګوته كوي.

دی زیاتوي چي په مطبعه کي د چاپ پوره ماشینري لري خو که مسلکي کسان نور هم وروزل سي کولای سي د یادي مطبعي له لاري د کندهار ټولي چاپي اړتیاوي پوره کړي.

دی هغه څه چي د مطبعې په چارو کي يې خنډ رامنځ ته کړي د بریښنا نشتون یادوي چي ډیری وخت يې د نشتون له امله په کارونو کي ځنډ رامنځ ته کوي.

د ازادۍ په نوم دولتي مطبوعه پداسي حال کي بیا په فعالیت پيلوي چي تر دې وړاندي د طلوع افغان په نوم د وخت ورځپاڼه او دولتي اسناد له کندهاره لیري په کابل کي چاپيدل چي د مسوولینو په خبره ډیری وخت به یاد چاپي توکي کندهار ته پر وخت نه رسیدل.

باید وویل سي چي د افغانستان په کچه لومړۍ مطبه د صکوکو مطبعه ده چي له نن څخه ۱۳۰ کاله پخوا يې په کابل کي په فعالیت پيل کړی دی چي هر کال شاوخوا ۱۵۰ میلونه افغانۍ عاید لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...