هغه دغه څرګندوني په کندهار کي د شیرزي انستیتیوت د څوارلسمي کلیزي په لمانځغونډه کي وکړې.
دغه راز په یاده غونډه کي د قومونو، قبايلو او سرحداتو وزير هم وویل، چي ځوانانو ته د عصري زده کړو په برابرولو کي به لا هم هڅي کوي تر څو ځوانان له زده کړو برخمن سي.
کندهار والي وايې، ولایتي اداره هڅه کوي چي د ځوانانو لپاره تحصیلي بورسونه برابر کړي او دغه راز دلته په کندهار کي هم په ټولو برخو کي زده کړي معیاري سي.
هغه په کندهار کي د شیرزي انستیتیوت د ۱۴ کلیزي په لمانځغونډه کي وویل، ټول تعليمي او ښوونيز مرکزونه دي د کميت تر څنګ کيفيت ته هم پاملرنه زیاته کړي.
په دغه غونډه کي د قومونو، قبايلو او سرحداتو وزير محمد شفيق ګل اغا شيرزي هم وویل، چي د ښوونيزو مرکزونو په پياوړي کولو لا هم هڅي کوي تر څو ځوانان د ښه تعلیم څخه برخمن سي.
ښاغلي شيرزي وويل، چي په افغانستان کي د دايمي سولي په موخه یې په وزارت کي د سولي په نامه د یوه معينيت پيشنهاد کړی دی تر څو د سولي شورا سره په ګډه د سولي په برخه کي هڅي وکړي.
د شيرزي انستيتيوت د خپلي ۱۴مي کليزي په ترڅ کي ۶۰۵ تنه زده کوونکي چي ۲۰۰ تني يي نجوني وې له عصري زده کړو او انګليسي ژبي څخه فارغ او ورته د فراغت سندونه ورکړل سوه.
د ياد انستيتیوت مسٔول حبيب الله رحمت وويل، چي د تيرو ۱۴ کلونو په جریان کي يي په ياد مرکز کي زرګونه تنه ښځينه او نارینه وو ته زده کړي ورکړي دي.
سږ کال په کندهار کي د پوهني په برخه کي د ولایتي ادارې په هڅو ډېر پرمختګونه راغلي او زیات شمېر بند ښوونځي هم پرانیستل سوه او دغه راز په خصوصي برخه کي هم پرمختګونه راغلي.
.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون