خبريال: محمد يار مجروح
په کندهار کي د عالي دارالمعلمين مسوولين وايي، د محصلينو پر کيفيت يې کار کړی او هر کال په سلګونه ښوونکي ټولني ته وړاندي کوي.
دوی وايي، په عالي دارالمعلمين کي يې محصلينو ته هر ډول اسانتياوي برابري کړي، خو مجهز لابراتوار تراوسه نه لري. دوی له اړوند مسوولينو غواړي، چي مجهز لابراتوار ورته ورغوي او محصلينو ته دي د ليليې ستونزي حل کړي.
په ښوونځيو کي د مسلکي استادانو نه شتون يو هغه لامل دی، چي افغانان او بيا کندهاريان ورسره لاس او ګرېوان دي، خو د کندهار عالي دارالمعلمين مسوولين وايي، هر کال ټولني ته سلګونه مسلکي ښوونکي وړاندي کوي. ددوی په خبره، که د پوهني رياست ددوی ښوونکي په ښوونځيو کي په کار وګماري، نو د غير مسلکي ښوونکو ستونزه به تر ډېره حل سي.
د کندهار د عالي دارالمعلمين رئيس عبدالخالق پوپل وايي، چي دده له راتګ سره يې د ښوونکو د روزني مرکز کي زيات کار پر دې کړی، چي څنګه کولای سي د کندهار ښار او ولسواليو ښوونځيو ته مسلکي ښوونکي وروزل سي.
دی وايي، چي سږ کال يې هم ۴۶۰ تنه چي ۱۱۰ تنه يې ښځينه وې، د کندهار ښار او شپږو ولسواليو ته د ښوونکو په توګه وړاندي کړل. دده په خبره، د محصلينو لپاره يې د انلاين کتابتون اسانتيا هم برابره کړې، چي تر ډېره يې د درسي موادو په ترلاسه کولو کي له محصلينو سره مرسته کړې ده.
عبدالخالق پوپل وايي، تر ډېره يې کوښښ کړی، چي د محصلينو ټولو ستونزو ته پر وخت رسېده ګي وکړي، خو دده په خبره، د مجهز لابراتوار نشتون ډېری محصلين له ستونزو سره مخ کړي دي، خو په ډېری ښوونځيو کي لابراتوارونه ددوی تر لابراتوار مجهز دي او اړوند مسوولين بايد ياد لابراتوار ورغوي.
پوپل د محصلينو لپآره د ليليې ستونزه هم ياده کړه، چي په وينا يې له جوړېدو وروسته تراوسه رنګ سوې لا هم نه ده. دی وايي، د ښځينه محصلينو لپاره د ټرانسپورټ نشتون يوه بله جدي ستونزه ده، چي اوس يوازي ۴۰ تنه ښځينه ښوونکي د ټرانسپورټ څخه برخمني دي.
هرکال سلګونه ښوونکي له دارالمعلمين او پوهنتون څخه فارغيږي، خو بيا هم د پوهني رياست په کندهار کي د مسلکي ښوونکو د کمښت سره مخ دی او په ښوونځيو کي د ۱۵ کالو په تېرېدو سره د ۱۲ ټولګيو فارغين تدريس کوي.
د پوهنتون او دارالمعلمين څخه فارغ سوي کسان وايي، که د پوهني رياست هرکال له پيل سره د دارالمعلمين او د کندهار پوهنتون د تعليم تربيې پوهنځيو فارغ کسان د ښوونکو په توګه په کار وګماري، يو به فارغه کسان پر کار سوي وي او بل به د تعليم کچه لا لوړه سوې وي.