په کابل کي د مارشال فهيم پوځي پوهنتون مخي ته د محصلينو پر موټر ځانمرګی بريدکي ١٥ محصلين وژل سوي دي.
دا ځانمرګى بريد نن شنبه ماپښين شاوخوا درې نيمي بجې دکابل ښار د پنځمي حوزې اړونده له قمبر څلور لاري سره د مارشال فهيم دفاعي پوهنتون مخ ته سوى دى. د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي، چي ځانمرګى بريدګر په پښو روان وو او د ياد پوهنتون د کورس د محصلينو پر موټر يې بريد کړى دى. هغه زياته کړه، په دې بريدکي ١٥ محصلين وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.
دى وايي، چي ټپيان روغتون ته لېږدول سوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل. ددې بريد مسووليت تراوسه چا نه دى منلى. د يادوني وړ ده، چي پرون ماښام هم د کابل ښار په ديارلسمه حوزه کي پر يوه جومات ځانمرګي بريدکي ٥٩ تنه ووژل سول او ٦٥ نور ټپيان سول.