د جوزجان د کرني او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په نهو ولسواليوکي يې د غنمو د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د کرني او مالدارۍ رئيس وايي، چي د رواني لمرېزي مياشتي ترپايه څه باندي درې زرو بزګرو ته ۱۵۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه توزيع کوي. ښاغلي ارغنديوال وايي چي دغه اصلاح شوي تخمونه د کرني وزارت په مالي ملاتړ د څه باندي ۶ ميليونو افغانيو په ارزښت وېشل کيږي. نوموړی وايي، چي په دې سره به په راتلونکي کال کي د غنمو په حاصلاتوکي ۲۵ سلنه زياتوالي راشي.