ولسمشر يو ځل بيا ويلي، چي خلک له مخابراتي خدمتونو خوښ نه دي او د دغو خدمتونو پر ښه والي او چټکتيا يې ټينګار کړي.
له ارګه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست او ځينو مسوولينو سره په کتنه کي هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندي کولو پر چټکتيا ټينګار وکړ.
سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کي د غوره مخابراتي خدماتو وړاندي کولو، په ځانګړي ډول د سټلايټ له لاري، د انټرنېټي خدمتونو د بهير چټکتيا او د مخابراتي قراردادونو په څرنګوالي بحث وسو.
په خبرپاڼه کي راغلي، د مخابراتو وزارت مسوولينو وويل، دغه وزارت په ۲۰۱۴ کال کي له فرانسوي کمپنۍ سره د سټلايټ مخابراتي خدماتو قرارداد کړي وو چي اوس يې موده پاي ته رسېدلې ده.
هغوي زياته کړې، د سوېلي اسيا د سټلايټ خدمتونو د قرارداد کار جريان لري او تر يوې بلي اوونۍ به دا پروسه بشپړه شي او د خدمتونو له پيلولو وروسته به هېوادوال د سټلايت له لاري غوره مخابراتي خدمتونو ته لاسرسي پيدا کړي.