د غزني چارواکي: د اندړو ولسوالۍ د دولت تر کنټرول لاندي ده

د غزني سيمه‎ييز چارواکي وايي، که څه هم وسله والو مخالفينو له څو ولايتونو څخه خپل وسله‎وال د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کي راټول کړي وو، خو ويې نه‎شو کړاي چي دا ولسوالۍ ونيسي.

د غزني د والي وياند وايي چي په اندړو ولسوالۍ کي وضعيت د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، هوايي ځواک او کومانډو قوتونه د افغان پوځيانو مرستې ته ور رسيدلي دي.

له دې مخکي د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال ويلي وه چي والسوالي په بازار کي درنه جګړه روانه ده خو مرستندوې ځواکونه نه‎دي وررسېدلي.

د يادوني ده چي په اندړو ولسوالۍ کي د تېري سې شنبې په ورځ د وسله‎والو طالبانو په حملو کي له ۳۰ زيات افغان سرتيري ووژل شول.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...