ولسمشر اشرف غني د کندهار د ميوند په ځانمرګي بريد کي د وژل شوو لسګونو سرتېرو په غبرګون کي ويلي، چي د دغو کړنو ترسره کوونکي له جنايت، وحشت او انسان وژني پرته کومه لاسته راوړنه نه لري او د نابودۍ په حال کي دي.
په ميوند ولسوالۍ کي تېره اوونۍ د طالبانو د ځانمرګي بريد له امله د ملي اردو ٤٣ سرتېري وژل سوي دي. له ارګه په رالېږل شوې خبرپاڼه کي د ولسمشر له قوله راغلي، چي جنايتکارو او پردي پالو ډلو په تازه ترهګريزو بريدونو کي د هېواد بېلابېلي برخي په نښه کړې؛ پکتيا او غزني کي له جنايتونو او بشري ضد کړنو وروسته يې د کندهار ميوند ولسوالۍ کي يو شمېر هېوادوال او د امنيتي ځواکونو سرتېري ووژل او ټپيان کړل.
ده ويلي، دغه ډلي چي له جنايت، وحشت او انسان وژني پرته کومه لاسته راوړنه نه لري، د زوال او نابودۍ په حال کي دي. بل لور ته خلک او د ملي يووالي حکومت د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او په خپل ټول توان به د ترهګرو د جنايتونو د نوي څپې پر وړاندي ودرېږي.
ولسمشر په خپلو پلانو کي ښه روان دی
روانه مبارزه یې د قدر وړ ده
بلکل د ولسمشر مبارزه ډیره ښه ده
سلام