هلمند: سلګونو اوسېدونکو د مرستيال والي او استيناف څارنوال په ضد لاريون وکړ

خبريال: جواد (داوري)

د هلمند په مرکز لښکرګاه کي په سلګونو ځوانانو او قومي مشرانو پر يادو دوو مسئولينو د سپين ږيرو او علماوو د سپکاوي تور پوري کړ.

لاريون کوونکو د ولايت دمقام مخ ته خيمه ووهله او د يادو دوو چارواکو د ليري کيدو غوښتنه يې وکړه. بل لوري د هلمند د والي مرستيال وايي، يادو کسانو په لښکرګاه ښار کي د کرکټ د لوبغالي د جوړيدو مخنيوی کړی دی او ولايتي ادارې د کرکټ د لوبغالي د ځمکي د يو شمير غاصبينو نوملړ څارنوالۍ ته هم سپارلی وو.

د ولايت د مقام پر عمومي جاده راټولو سوو په سلګونو ځوانانو او قومي مشرانو د ولايت مقام د مرستيال سردارمحمد همدرد او ددې ولايت داستيناف څارنوال محمد صادق فراهي په ضد لاريون ترسره کړ او د مرکزي حکومت څخه يې د هغوی د ليري کيدو غوښتنه کول. لاريون کوونکي تور پوري کوي، چي يادو دوو دولتي مسئولينو د يوه قومي مشر او عالم امير حفيظ الله خان ترڅنګ د يوه شمير سپين ږيرو سپکاوی کړی دی.

د ولايت د مرستيال، استيناف څارنوال او قومي مشرانو ترمنځ دغه ستونزه دوې ورځي وړاندي هغه مهال رامنځ ته سوې، چي يادو قومي مشرانو د حکومت او د لښکرګاه اړوند د کاريز په نوم سيمي د اوسيدونکو ترمنځ دکرکټ د لوبغالي لپاره پر مشخصه سوي مځکه منځګړيتوب کاوه. ويل کيږي، چي د کاريز اوسيدونکي هغه شل جريبه مځکه خپله شخصي بولي، چي سيمه ييزي ادارې کرکټ بورډ ته د کرکټ د لوبغالي جوړيدو لپاره ورکړې ده. لاريون کوونکو چي د ولايت دمقام مخي ته يې خيمه وهلې، وايي، مرکزي حکومت بايد ددوی غوښتني ومني او ياد کسان بايد له دندو ليري کړي.

بل لوري د هلمند ولايت اداري مرستيال وايي، ولايتي ادارې د يو شمير هغو کسانو نوملړ څارنوالۍ ته ورکړی وو، چي په ياد ولايت کي يې د کرکټ د لوبغالي لپاره ځانګړې سوې ځمکه غصب کړې وه. د نوموړي په خبره هغه ځمکه چي د کرکټ لپاره لوبغالي ورباندي جوړيږي، د محکمې له لوري تثبيت سوې ده، چي ياده ځمکه دولتي ده.

څه موده وړاندي د کرکټ بورډ له لوري په هلمند ولايت کي د کرکټ د لوبغالي د جوړېدو په موخه ۳۴ ميليونه افغانۍ منظور سوي وې، خو اوس ولايتي ادارې او د سيمي د اوسيدونکو ترمنځ د لوبغالي د ځمکي پر سر لانجې راپورته سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...