د افغانستان د کانونو او پطروليم وزارت چارواکي وايي، چي تر راتلونکو څلورو مياشتو پوري د ټاپي نل ليکه هرات ته رارسېږي.
ددغه وزارت وياند عبدالقدير مطفي وايي، چي د ټاپي نل ليکي له را رسېدو وروسته به په افغانستان کي په دې اړه تخنيکي، مځکنۍ او هوايي سروې او دغه راز له هغو سيمو چي دغه نل ليکه تېرېږي، د ماينونو پاکولو چاري هم پيلېږي.
د ټاپي نل ليکه چي د هرات، هلمند، کندهار، نيمروز او فراه له ځينو سيمو څخه تېرېږي، افغانستان هر کال ددغي پروژې د ټرانزيټ له درکه، شااوخوا ۴۰۰ ميليونه ډالر عايد ترلاسه کوي.