د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، امنيتي چارواکي د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ د بريد په اړه څېړني کوي.
نوموړي چي پروند افغانستان د ملي امنيت له رئيس معصوم ستانکزي او د کورنيو چارو له سرپرست وزير ويس برمک سره يوځای ګردېز ته تر بريد وروسته سفر کړی و، رسنيو ته، دا يو جنايتکارانه بريد وبلی او زياته يې کړه، چي له ده سره له کابله تللو چارواکو د پېښي د څرنګوالي په اړه له ځايي امنيتي مسؤلينو سره خبري کړي دي.
د تېري سه شنبې په سهار د پکتيا په مرکز ګردېز کي د امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ ډلهييز بريد وسو، چي د چارواکو په وينا ددې ولايت د امنيه قوماندان جنرال توريالي عبدياني په شموليې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل سوي او لسګونه نور ټپيان سوي دي.
ويل کيږي چي په ټپيانو کي تر ۱۱۰ تنو زيات هغه ولسي خلک شامل دي، چي امنيه قوماندانۍ ته د پاسپورټونو په اخيستلو پسي ورغلي وو. وسلهوالو طالبانو د دې بريد مسؤليت په غاړه اخېستی او د سلګونو افغان سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.