د هلمند ولايت په ناوې ولسوالي کي امنيتي ځواکونو د چاودېدونکو توکو يو زېرمتون نيولی دی.
د هلمند امنيه قوماندانۍ د ا ستخباراتو مدير سمونوال عبدالکريم حميدي رسنيو ته وويل، چي ځواکونو يې د ناوې ولسوالۍ په سرخدوز سيمه کي د ماينونو هغه ډيپو کشف کړی، چي پنځه دېرش کړۍ ماينونه پکي چمتو سوي وه.
ده وويل، وسله والو طالبانو غوښتل، چي له دې ماينونو څخه د لويو لارو، پلونو او پلچکونو په الوزولو او عامه خلکو او دولتي سرتيرو په وژنه کي کار واخلي، چي د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو په ګډه همکارۍ کشف او شنډ سوه.
ده وويل، په دې سره امنيتي ځواکونو د خونړيو حملو مخه ونيول، حميدي وايي، د سيمي د اوسېدونکو په مرسته يې په نادعلي ولسوالي کي هم يو شمېر هغه چاودېدونکي توکي او وسلې نيولي، چي په سيمه کي د وسله والو طالبانو څخه پاته سوي وې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون