اجرائيه رئيس: امنيتي ځواکونه بايد مسلکي او غير سياسي وي

د حکومت اجرائيه رئيس د امنيتي ځواکونو پر مسلکي کولو او غير سياسي کېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، د پرمختللو پوځي چارو زده کړه او مسلکي کول په هېواد کي د سولي د تحقق او امنيت خونديتوب لپاره اغېزمن دي.

ډاکتر عبدالله عبدالله دغه مطلب پرون د کابل په پوځي تعليمي مرکز کي د ځوانو افسرانو د صحرايي تمرينونو او تطبيقاتو له بهير څخه د ليدني پرمهال بيان کړ. هوايي او مځکني امتحاني عمليات پرون د کابل په تعليمي مرکز کي د صحرايي تعليماتو د پړاو له پاى ته رسېدو وروسته د لسو ځوانو افسرانو په ګډون سره ترسره سول.

دغه لوړپوړي حکومتي چارواکي د دښمن د ځپلو او ماتولو لپاره د ځوانو افسرانو د هوايي او مځکنيو امتحاني عملياتو له بهير څخه ليدنه وکړه او په پاى کي يې دغه عمليات يوه بريالۍ تجربه وبلله. ډاکتر عبدالله د افغانستان جګړه تپل سوې وبلله او ويې ويل، وسله وال مخالفين د پرديو په امر د هغوى د اسلامي ضد موخو په لړ کي عمل کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...