په سويل ختيځو سيمو کي مخالفينو د جګړې توان له لاسه ورکړی دی

د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي، چي د افغانستان په سويل ختيځو سيمو کي د دولت وسله والو مخالفينو له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه يې چاودنو او ځانمرګو بريدونو ته مخه کړې ده.

دوی زياتوي، افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي حالت ته داخل سوي او نه پرېږدي، چي وسله وال په سويل ختيځو سيمو کي ځانونو ته خوندي پټنځايونه جوړ کړي.

يادي څرګندوني پرون سه شنبه د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال شعورګل په خوست کي د ملي اردو د لېوا له منسوبينو او سرتېرو سره د ليدني پر مهال وکړې. د تندر قول اردو قوماندان سره په دې سفر کي د پوليسو د ۳۰۳ سپين غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شيرزاد او د سويل ختيځ زون د امنيتي ارګانونو نور پوځي چارواکي هم ملګري وو.

د سويل ختيځ زون امنيتي چارواکو داسي مهال په خوست کي د افغان ځواکونو پر پياوړتيا خبري کولې، چي وسله والو په پکتيا کي پر امنيه قوماندانۍ څو پرله پسې ځانمرګي بريدونه وکړل، چي د نورو تلفاتو تر څنګ د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال توريالی عبدياني هم پکښي ووژل سو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...