ملي تدارکاتو کمېسيون د بنسټيزو پروژو ۱۰ نوي قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کميسيون د ۴.۳ ميليارد افغانيو په ارزښت د بنسټيزو او خدمتي پروژو ۱۰ قراردادونه منظور کړل.

د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې ناسته کي د شاوخوا ۴.۳ ميليارد افغانيو په ارزښت د سړک، روغتيا او برېښنا ۱۰  لويې پروژې له بشپړي ارزوني وروسته منظور سوې. په يادو پروژو کي د سړکونو رغونه، د کابل سيند د پاکولو قراداد ، د برېښنا دلينونو ترميم،  د پلونه جوړونه او يو شمير نوري پروژې شاملي دي.

د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې غونډه کي دکمېسيون پرغړيو سربېره، دملي تدارکاتو ادارې چارواکو، د سيګار،  سيستيکا غوڅ ملاتړ، د مشرانو جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون څارونکو او  د افغانستان د روڼتيا څار ادارې چارواکو هم برخه اخيستې وه.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...