ننګرهار: خوګياڼو کي د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه سوې ده

د ننګرهار چارواکي وايي، چي د خوګياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کي د داعش ډلي او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کي ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چي په تنګي سيمه کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د دواړو ډلو ترمنځ نښتي سوي، چي په ترڅ کي يې د داعش ۶ او د طالبانو ۳ وسله وال وژل سوي او درې نور وسله وال طالبان ټپيان سوي دي.

بيان همداراز زياتوي، چي داعشيانو د دې سيمي ۴ ملکي وګړي هم وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر همداراز د پچيراګام لپاره د وسله والو طالبانو د نومول سوي ولسوال د وژني خبر هم ورکوي.

دغه دفتر په يوه بيان کي ويلي، چي په لاندي پچير سيمه کي تېره شپه د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کي د پچيراګام لپاره د وسله والو طالبانو نومول سوی ولسوال الهام له خپل يوه ملګري سره وژل سوی دی. بيان زياتوي، چي په دې عملياتو کي د نورو وژل سوو کسانو هويت تراوسه معلوم نه دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...